– کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر
د ملګرو ملتو د ماشومان صندوق (يونيسف)، د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتو سازمان د بشر دوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې د (اوچا) په ګډون د ملګرو ملتو د سازمان بېلابېلې ادارې، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د مرستې لپاره خپل ګرځنده ټيمونه چمتو کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونیت دفتر سرپرست رامز الاکبروف پرون مازيګر په يوه تويټ کي ليکلي دي، ( د زلزله ځپلو غږ واورېدل شو او اوس د ملګرو ملتو سازمان بېلابېلي ادارې د هغوى په خدمت کې دي)
هغه ډاډ ورکړ، چې د يونيسف او د خوړو نړيوال پروګرام ګرځنده ټيمونه په سيمه کې دي او له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
نوموړي وويل، چې ښځې او ماشومان د هغوى د کار په لومړيتوب کې دي.
اکبروف زياته کړه، چې د څښاک اوبه، سرپناه، خوراکي توکي، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د لارو او سړکونو بيا رغونه د زلزله ځپلو له مهمو غوښتنو څخه دي.
د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو صندوق يا يونيسف د مطبوعاتي څانګې مسوولې ويرينيکا هوسر په يوه مرکه کې ويلي چې د زلزله ځپلو ماشومانو حالت ډېر خراب دى؛ خوهغوی ډاډ ورکړي چې د دوى ګرځنده ټيمونه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
هغې ویلي چې يونيسف د ګرځنده روغتيايي ټيمونو ملاتړ کوي او دغه ټيمونه د ناروغانو په درملنه کې مرسته کولاى شي.
\ ذ