کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر
په سمنګانو کې د پستې د طبیعي ځنګلونو محصولات د تېر کال په پرتله زیات شوي او له همدې امله نن د پستې یا (شول) راټولولو لپاره تر ټاکلې مودې پورې د دې محصولاتو ساتنه پیل شوه.
د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي سرچينو رئيس محمود صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې شول یا د پستې د محصولاتو د زېرمه کولو موده ده، چې یو پلاوی یې څېړي.
د هغه په وينا، د پلاوي غړو تېره اوونۍ د سمنګانو ولايت د پستې ځنګلونه وکتل او د رباتک، قره ساى، تايخونک، هزاره مزاري، ګوګرد، د دغه ولايت د مرکز د خواجه مومن د دښتې کوه قد، د حضرت سلطان ولسوالۍ داق ګنبد، د خرم سارباغ ولسوالۍ د صندوقچه او شوراب او همدارنګه د فیروز نخچیر او دره صوف ولسوالیو ځنګلونه یې هم وڅېړل.
صديقي وويل، د دغو څيړنو په پايله کې معلومه شوه چې د ولايت د مرکز د پستې ځنګلونه له ٥٠ څخه تر ٧٠ سلنه، د فيروز نخچير ولسوالۍ په سلو کې ٤٠، د حضرت سلطان ولسوالۍ په سلو کې ٧٠، خرم سار باغ په سلو کې ٦٠، د کوز او بر دره صوف ولسوالۍ په سلو کې ٤٠ او د خلم ولسوالۍ د پستې ځنګلونو په سلو کې ٢٠ حاصلات لري.
د سمنګانو د کرنې د طبيعي سرچینو آمر وويل؛ د دې څيړنې له مخې د پستې حاصلات سږکال د تېرکال په نسبت زيات شوي ښودل شوي دي، په همدې دليل د پستې د حاصلاتو ساتنه سره له نن څخه پيل شوه.
د هغه د څرګندونو له مخې، د کرنې وزارت د قانون له مخې که چيرې د پستې ونې په سلو کې ١٥حاصل ولري تر شول پورې بايد د هغه حاصلات وساتل شي له همدې امله دوى له هغو کسانو شوراګانې جوړې کړي دي، چې د پستې د ځنګلونو په شاوخوا سيمو کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې د سمنګانو ولايت امنيې قوماندانۍ د پستې د ځنګلونو د ساتنې په خاطر ٢٢٠ ساتونکي په دندو ګومارلي دي.
هغه وويل، دغه ساتونکي د چنګاښ له ٨ مي څخه د روان کال د زمري د مياشتې تر١٠ مې پورې چې پسته پخيږي، د پستې د محصولاتو ساتنه کوي او وروسته د کرنې رياست له خوا د پستې شول اعلاميږي او خلک کولاى شي چې پسته راټوله کړي.
د خواجه سبز پوش کلي اوسېدونکي او د ګوګرد غره د ځنګلونو ساتونکي حبيب الله وويل چې د ګوګرد غره د ځنګل ساتنه يې پيل کړې ده .
په همدې حال کې د کرنې رياست د طبيعي منابعو آمر په روان کال کې د پستې د حاصلاتو د زياتوالي علت مناسب اقليمي شرايط وبلل او ويې ويل: که چيرې سږ کال د پستې د ځنګلونو حاصلات د زمري تر ١٠مې پورې وساتل شي په سلګونو متريک ټنه پسته به ترې ترلاسه شي چې له لارې به یې په ميليونونو ډالره عوايد هم ترلاسه شي.
صديقي، پسته د دغه ولايت له مهمو حاصلاتو څخه وبلله او ويې ويل، چې د سمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه د پاسه ٥٠ زره هکټاره ځمکه کې د پستي طبيعي ځنګلونه شتون لري او سمنګان له بادغيس وروسته دويم ولايت دی چې د پستې زيات ځنګلونه لري.
نوموړي وويل، چې د سمنګانو پسته خوندوره ده او له همدې امله نړيوال شهرت لري او هر کال په سلګونو ټنه پسته د هند، پاکستان او د اروپايي هېوادونو بازارونو ته صادريږي.
\ ذ