نړۍ

په پاکستان کې د شيرى ناروغى دخپرېدو له امله د دو سوه لسو تنه وژل کيدل

کراچي– باختر د مرغومې دوه لسمه :
د نړى روغتيايي سازمان دپاکستان په سيند ايالت کې د شيرى ناروغى دخپرېدو له امله د دوسوه لسو تنو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د نړى د روغتيايي سازمان په رپوټ کې د ليکل شويو شمېرنو له مخې: په دې سيمه کې د شيرى دناروغى اووه زره دوه سوه څلور اويا موارد ثبت شوى دى.
په دې رپوټ کې دغه راز ددغې ناروغى په وړاندې د واکسيناسيون ديو بيړنۍ پروګرام دعملي کولو چې له نن ورځې څخه پيليږي او ترنهه ورځې پورې دوام مومي ، اعلام شوى دى.
دغه کمپاين به په دوه اعشاريه نهو ميليونو تنو ماشومانو تطبيق شي، خو د سند ايالت حکومت د يو اعشاريه دريو ميليونو تنو د واکسين د پيچکارى خبرورکړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته