کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحيې موظفينو له ميرويس ميدان څخه تر پل سوخته پورې سړکونه او پلې لارې له خنډونو او بې نظمۍ څخه پاکې کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کار د ښاري نظم د برابرولو او ترافيکي ګنې ګوڼې د کمښت په موخه د میرویس میدان له سیمې څخه تر پل سوخته پورې، سړکونه او پلې لارې د ګرځنده کراچیو څخه پاکې شوې.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحيې د کنټرول پلاوي يوه اندازه تېر تاريخ او بې کيفيته خوراکي او روغتيايي توکي د دغې ساحې له بازارونو څخه راټول او د له منځه وړلو په لپاره يې ټاکلې سيمې ته لېږدولي دي.
دغه پلاوي د اصنافو د سرغړونو او د پليو لارو د بندولو د مخنيوي لپاره هم اقدام کړى او خپلسري تم ځايونه يې مشخصو ځايونو ته لېږدولي دي.
دغه پلاوي ټينګار وکړ، چې په دغو ساحو کې د ښاري نظم د تحقق په موخه دوامداره څېړنې دوام لري او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
\ ذ