کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
په شمال زون کې د یونما دفتر استازې په سرپل کې د رسنیو له مسوولینو، فرهنګیانو او خبریالانو سره وکتل.
د باختر آژانس د سیمه ییزخبریال د خبر له مخې، هغه غونډې چې په همدې مناسبت په سرپل کې جوړه شوې وه په مزارشریف کې میشت د یونما دفتر استازې مېرمن سوکی کوات سرپل ته د خپل سفر موخه د دواړو لورو تر منځ د همغږۍ جوړول وبلله، او په دغه ولایت کې د یونما دفتر د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په همدې حال کې د یونما دفتر زیات تمرکز د خلکو او د اسلامي امارت او د مرستندویو دفترونو تر منځ همغږۍ او د اړیکو ټینګښت دی.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، د لوړو زده کړو او د پوهنې مسوولینو د خپلو ستونزو او ادارو د کمښت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د یونما له دفتر څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
په پای کې یو شمېر فرهنګیانو او خبریالانو د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې له خپلو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دوی د فعالیتونو پر وړاند هېڅ ډول ستونزې نشته او رسنی کولای شي د سرپل په لرو ساحو کې فعالیت وکړي.
دوی د یونما له دفتر څخه وغوښتل چې په سرپل کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
ع