امنیت

په پکتيکا کې يو تن انسان تښتوونکی ونيول شو

ښرنه باختر د وږي دمياشتې ۱۵ مه
د پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالۍ کې یوتن انسان تښتونکی د دغه ولسوالۍ د ولسونو په همکارۍ د ملي پوليسو له لورې لاس په لاس ونیول شو.
د پکتيکا د والي ویاند محمد رحمان اياز باختر اژانس ته وویل چې سړي تښتونکي غوښتل، دوه تنه ماشومان وتښتوي او په بدیل کې یې له کورنۍ څخه پیسې واخلي خو ونه توانیده او د ملي پولیسو له لوري لاس په لاس ونیول شو.
ایاز زیاته کړه تښتول شوي ماشومان یو د غزني ولایت اوسیدونکی او بل د دغه ولایت د خیر کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
د ده په وينا چې اوسمهال سړی تښتوونکی ترڅېړنو لاندې دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته