کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
پوليس وايي، دغه کسان د شخصي دښمنۍ له امله لومړی تښتول شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه درې تنه درې ورځې مخکې د چار چينو ولسوالۍ له مربوطاتو تښتول شوي او امنيتي ځواکونو پرون د هغوى مړي موندلي دي.
د روزګان د امنيې قوماندانۍ وياند قاري قريشي باختر آژانس ته وويل، چې د دغو دريو تنو د وژنې په تړاو ١٥ تنه نيول شوي دي.
نوموړي وويل، چې ياده پيښه په چارچينو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو د خپلمنځي دښمنيو زېږنده ده.
\ ذ