امنیت

د ايتلاف ځواکونه خپل ځينې وسايل ليلاموي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩ :
په افغانستان کې دنړيوال ايتلاف ميشت ځواکونه دسترليلام لپاره چمتو کيږي چې په هغه کې ټاکل شوې ده  ددغو ځواکونو ځينې پوځي او غير پوځي تجهيزات وپلورل شي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  يوې بريتانوۍ  ورځپاڼې ډېلې تلګراف په دې وروستيو وختو کې ليکلي دي چې دامريکا په مشرۍ په افغانستان کې دنړيوال ايتلاف ميشت ځواکونو ديو سترليلام لپاره چمتو کيږي چې په هغه کې په  دغو ځواکونو  پورې اړوند مالونه او وسايل پلورل  کيږي .
دغه ليلام په داسې حال کې کيږي چې بهرنۍ ځواکونه له افغانستان څخه دوتلو دپروګرام دبشپړولو په حال کې دي او هغه وسايل او تجهيزات چې  د  ليږدونې  وړ نه دي بايد ليلام شي .
ويل کيږي چې د جنراتورونو ،خيمو ، د اوبو رسولو سيستم ، دپخلنځي دوسايلو او دجامومينځلو دماشينونو په ګډون وسايل او مالونه آن ځينې پوځي وسايل او تجهيزات چې پولي ارزښت يې مليونونو امريکايي ډالروته رسيږي ، په دغه ليلام کې به وپلورل شي.
دنړيوال ايتلاف ځواکونه په داسې حال کې په افغانستان دخپلوځينو  پوځي تجهيزاتو او وسايلو دليلام خبرې کوي چې پخوا  دوى يې ژمنه کړې  ده چې په لومړي ګام کې  دغه وسايل افغان ځواکونو ته معرفي کيږي چې له هغو څخه کار واخستل شي . افغان ځواکونوته دايتلاف دځواکونو دپاتې وسايلو او تجهيزاتو سپارل  ددغو ځواکونو دسمبالولو د پروګرام يوه برخه بلل کيږي او ددغو وسايلو ليلام کيداى شي دهغې ژمنې په  وړاندې بې پروايي وي  چې په خپله يې کړې ده .
پخوا دافغانستان د دولت او دايتلاف دځواکونو ترمنځ افغان بنسټونو ته دايتلاف دځواکونو دپاتې وسايلو او تجيزاتو دسپارلو په باب موافقه شوې ده او دافغانستان دولت يو کميسيون ګومارلى دى  چې دغه بهير وڅاري .
خو په وروستيو وختو کې نړيوالو ځواکونونه يواځې دا چې خپل تاسيسات افغان بنسټونو ته  ونه سپارل بلکې دپکتيکا ولايت دمرکز ښرنې او د فارياب او کونړ د ولايتونو او دنورو ځايونو په ګډون سيمو کې خپل تاسيسات ويجاړ کړل چې کيداى شي له سبوتاژ  ډک يو حرکت وبلل شي.
سره له  دې چې  دايتلاف ځواکونه  د دغه شان يوه ليلام لپاره چمتو کيږي  د ملي دفاع   وزارت په   دې اړوند نظرنه څرګندوي او  دا  کار د  ماليې په وزارت  پورې اړوند بولي.
دا په داسې حال کې ده چې دماليې وزير له هيواد څخه بهر په يو سفر بوخت دى او ددغه وزارت نور مسوولين په دې اړوند څه  نه وايي .
خو دا ټکى بايد په ډاګه  شي چې دافغان ځواکونو سمبالول دمرستنديو هيوادونو داخلاقي مکلفيتونو يوه برخه ده او په لومړي ګام کې ددغو ځواکونو هغه تجهيزات چې   د ليږدونې  وړ نه  دي  بايد دافغانانو په   واک کې  ورکړل شي او   دا په اړوندو مسوولينو باندې اړه پيدا کوي چې دافغانانو عيني غوښتنې ته عملي جامه ور واغوندي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته