کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل
د حج د ملي کميټې په شپږمه غونډه کې د حج مراسمو ته د حاجيانو د لېږلو او حاجيانو ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دغې کميټې د تګلارې او کاري پلان طرحه جوړه او د تائيد وړ وګرځېده.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د رياست الوزرا اداري معاونيت مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حج د ملي کمېټې په شپږمه غونډه کې چې د دويم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې وه، د اړوندو ادارو استازو د حج پروسې د لا ښه والي په موخه خپل کاري راپورونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د اړوندو ادارو د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د حج مراسمو ته د حاجیانو د لېږلو بهیر د چټکتیا او د مراسمو په ترڅ کې هغوی ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دې پروسې لپاره یوه طرحه او کاري پلان ترتیب او د تائيد وړ وګرځېد.
په دې غونډه کې د حج او اوقافو، ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو او نورو اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وشوه چې د حج پروسې د ښه تنظیم او حاجیانو ته د لازموخدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلې دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت کابينې حج ته د حاجيانو د لېږلو بهير د تنظيم او ښه والي په موخه د رياست الوزرا د لومړي مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ يوه کمېټه ټاکلې ده.
\ ذ