کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر
د لوګر د خبريالانو د خونديتوب کمېټې غونډه نن د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسی، همغږي، همکاري، د رسنیو د جوازونو پر نوي کولو، له اسلامي ارزښتونو سره سم د رسنیو خپرونو، د خبریالانو د خوندیتوب او د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وشوې.
داسې غونډې په میاشت کې یو ځل د خبریالانو د خوندیتوب، د ستونزو د حل او په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دقيقو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه جوړېږي، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم له رسنیو وغوښتل چې له فرهنګي او اسلامي ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي.
نوموړي د خبريالانو د ستونزو اورېدو ترڅنګ له رسنيو وغوښتل چې د هېواد ګټو په کتو خپل رسنیز فعاليتونه ترسره کړي.
دغه راز د زينت راډيو مشر نورالله ستانکزي او د مهال راډيو مسوول او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشرخان ولي احمدزي وويل، چې په لوګر کې رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره سره تل هڅه کړې، چې د هېواد له ملي ګټو او اسلامي ارشاداتو سره سم معلومات وړاندې کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه
په دې غونډه کې محمد عارف وياند په لوګر کې د افغانستان د رسنیو د بنسټ د با صلاحیته استازي په توګه معرفي شو چې د بیان د ازادۍ د ترلاسه کولو، د خبریالانو د حقونو د تامین او د خبریالانو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په برخه کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.
د غوندې په پاى کې د دولتي ادارو وياندويانو له رسنیو سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه. \ ذ