کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر
د جوزجان مرکز شبرغان ښار د نوآباد قوچين په کلي کې د ۱۰۰ کليو واټه ترانسفرمر په درولو سره سل کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د جوزجان د برېښنا شرکت رييس عبدالجليل راسخ باختراژانس ته وويل دغه پروژه د جوزجان د برېښنا شرکت له خوا د پنځه سوه زره افغانيو په لګښت او د خلکو په همکارۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
راسخ زياته کړه چې د دغه ترانسفرمر په درولو سره په یاد کلي د برېښنا ستونزه هواره شوې ده.
له بلې خوا د جوزجان د برېښنا شرکت عملياتي مرستيال وايي، چې اوسمهال د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د برېښنا پر يو شمېر نورو شبکو کار روان دى، چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
\ ذ