کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، له ۴۳۰۰ هغو کډوالو سره یې مرسته کړې چې تازه بامیانو ته راستانه شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د خپلې نوې تګلارې له مخې هڅه کوي چی مهاجرینو او راستنیدونکو ته نړیوالې مرستې په شفاف ډول وویشي.
دغه اداره وايي، چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د جګړې، وچکالۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله زیانمن شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې سږ کال په افغانستان کې څه دپاسه ٥ ميليونه تنه ددغې ادارې مرستې ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو او اخراج لړۍ پيل شوې.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې په زرګونه افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، چې زیاتره یې په زوره ایستل شوي دي.
دیاد وزارت د معلوماتوله مخې، له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي مهاجرین سرپناه اود خوارکي توکو مرستې ته ډېره اړتیا لري.
| ذ