سیاست

تبصره

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
دجمهوري رياست د نوماندانو په انتخاباتي مبارزوکې د خلکو پراخ ګډون د دې څرګندوى دى چې خلک دخپل سياسي برخليک دټاکنې لپاره قوي اراده لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي: په داسې حال کې چې په هيوادکې دجمهوري رياست انتخاباتي مبارزې خپلې وروستۍ ورځې تيروي او د جمهوري رياست نوماندانو د خپلوپروګرامونو بيانولو او انتخاباتي مبارزوته زور ورکړى دى؛ په دغو پروګرامونوکې د خلکو پراخ ګډون دا ټکي په ډاګه کوي چې افغانان د خپل سياسي برخليک په نسبت نوې اراده لري او غواړي په انتخاباتوکې په ګډون او د يوه منتخب مشر په ټاکنې سره د يوه ولسواک حکومت په جوړولوکې خپله ژمنه بيان کړي.
دغه اراده د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې د خلکو په پراخ ګډون کې څرګند دى. څومره چې د جمهوري رياست نوماندان هلې ځلې کوي د هيواد ډيرولرو سيموته په سفر سره خپل پيغام خلکو ته ورسوي؛ په هماغه اندازه د دغو نوماندانو په غونډو کې دخلکو ګډون مهم دى .
په داسې حال کې چې تروريستي ډلو او په طالبانو پورې اړوندو نوکر صفتوکسانو پخوا د انتخاباتو بهير ګواښلى دى. آن هغوى دغه بهير ته د زيان رسولو په مقصد د ښځو او ماشومانو له وژلو څخه ډډه ونه کړه او په وار وار يې زموږ په هيواد والو بريدونو وکړل. په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو او تروريستي فعاليتونو پراختيا د مدني حرکتونو د پراختيا سبب شول او د طالبانو د هيلو پرخلاف خلک لا زيات په انتخاباتوکې په ګډون ژمن شول. ځکه خلک په دې پوه شول چې تروريستانو يواځې او يواځې ددغه هيواد د تجريدولو په لټه کې دي او يواځې دخلکو سمون دى چې کولاى شي د ډار اچوونکو بانډونو ګواښونو ته مناسب ځواب وي.
خلکو د جمهوري رياست د نوماندانو په انتخاباتي مبارزوکې په ګډون سره ډار اچوونکو او د سيمې استخباراتي سازمانونوته څرګندپيغام واستاوه چې دوى دخپلې راتلوونکي په نسبت قوي باور لري او په هيوادنې انګيزې او ليوالتيا سره په انتخاباتوکې ګډون کوي .
دجمهوري رياست د نوماندانو په پروګرامونو او غونډوکې د خلکو پراخ ګډون تروريزم ته څرګندځواب او هغو تروريستانو ته ډله ييز نه، ويل دي چې د ښځو او ماشومانو قاتلان دي.
د جمهوري رياست د نوماندانو په پروګرامونو او غونډوکې د خلکو پراخ ګډون کيداى شي هغو کسانو ته ځپنده او اوسپنيز ځواب وي چې خلک يې د انتخاباتو په بهيرکې په نه ګډون ګواښلي دي.
طالبانو او هغو تروريستي کړيو چې له هغوى سره همغږي لري؛ فکر کاوه چې په تاوتريخوالى او وحشت په لاس پورې کولو سره کولاى شي ټولنه په شا وتمبوي، خو دخلکو پراخ ګډون د قضيې عکس بيان کړ. دلته شرمندګي د طالبانو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو په برخه شوه او ثابته يې کړه چې د طالبانو استبداد نه شي کولاى د يوه ملت اراده او هوډ تر پوښتنې لاندې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته