کابل / د وري ۲۲ مه / باختر
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په میدان وردګو کې له سلګونو مالدارو سره د څارویو د خوړو مرسته وکړه.
دغه مالداران چې په سید آباد ولسوالۍ کې په مالدارۍ بوخت دي، د دوی څارویو لپاره له یوې تر دریو میاشتو پورې د څارویو د خوړو توکي ورکړل.
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولواو مالداری ریاست ،ددغو مرستو د وېشل بهیر پرغاړه درلود.
ددغې ادارې یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې په دې پړاو کې د سید آباد ولسوالۍ پر ۱۵۰۰ مالدارو د څارویو د توکي مرسته وشوه.
هغه وویل چې ډیرژربه سلګونو نورو مالدارانو د ننګرهارپه دریو ولسوالیوکې د څاریوخوراکي توکي ترلاسه کړي.
ع