کابل / د وري ۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند نن ماسپښین د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند وویل چې افغانستان غواړي د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې او ورته پراختیا ورکړي.
ښاغلي ملا برادر آخند په افغانستان کې سراسري امنیت ته په اشارې وویل: په ټولو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې او د روسیې دولت او خصوصي سکتور دې پکې برخه واخلي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اسلامي امارت سره په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې د روسیې د همکاریو ډاډ ورکړ، ویې ویل: افغانستان ته د دې هر اړخیز پلاوي راتګ ښیي چې روسیه د اسلامي امارت له لوري د لومړیتوبونو تر ټاکلو وروسته عملي اقداماتو ترسره کولو ته ژمنه ده.
ضمیر کابلوف وویل چې له افغان مسوولینو سره تر هر اړخیزو او تخنیکي بحثونو وروسته روسیه چمتو ده چې د افغانستان له اوسني حکومت سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه او تړونونه ولري.
په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم او سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیرانو سربېره د خصوصي سکتور استازو هم ګډون درلود او دوی به په جلا غونډو کې له روسي پلاوي سره پر تخنیکي مسایلو هر اړخیز بحثونه وکړي.
ن/ر