امنیت

اووه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۱۴مه/باختر
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې د پکتیا د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته