کابل/د کب ۱۵مه /باختر
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او د ننګرهار پخواني والي د دغه ولایت نوی والي نن مسوولینو ته معرفي کړ او دنده یې پیل کړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ننګرهار نوي والي ملا محمد نعيم اخند کلونه په جهاد او د اسلامي امارت په چوکاټ کې ولس ته خدمت کړی او د ولسونو په را ټولولو، امنيت او خدمت کې بشپړه تجربه لري.
د ننګرهار د استيناف محکمې ريیس شيخ محمد ګلاب فاروقي د پخواني والي ملا محمد داود مزمل خدمتونه وستایل او نوي والي ته یې په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار پخواني امنيه قوماندان او د کابل والي شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم هم خبرې وکړې او ویې ویل: په اسلامي نظام کې ادلون، بدلون یو مهم اصل دی او د اوامرو منل فرض دي.
نوموړي وويل چې ننګرهار د عالمانو، مجاهدينو او مخورو کور دی او له نوي والي څخه يې وغوښتل چې له ټولو قشرونو سره د ښو اړيکو په لرلو سره خپل چارې پرمخ يوسي.
اکرم