کابل / د لړم ٢٨مه / باختر
د بغلان نوي مقامات وايي چې د پراختيا، ټولنيز عدالت او په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټینګښت لپاره به کار وکړي.
په دغو وروستيو کې د اميرالمؤمنين ملا هبتالله اخند زاده په لارښوونه، د بغلان لپاره والي، د والي مرستيال او يوشمېر نور چارواکي وټاکل شول.
دغومقاماتو پرون په رسمي ډول په خپل کار پيل وکړ.
د دغو مقاماتو د معرفي کولو په مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معين مولوي سيد محسن طارق له هغوی څخه وغوښتل چې په بغلان کې د پرمختګ او د امنيت او ثبات او د تامينولو لپاره په خپلو کارونو کې هلې ځلې وکړي.
په دغو مراسمو کې د بغلان نوي والي قاري بختيار وويل چې په بغلان کې به د پراخيا، ټولنيز عدالت او د امنيت د تامينولو لپاره به کار وکړي.
ج-ا