ښوونه او روزنه

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د مورا پوهنتون وکوت

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٩ مه:
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان د مورا وړکتون، ښوونځي، کتابتون، د روغتیایي علومو انستیتیوت، پوهنتون او لیلیې وکتلې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پېل کې د مورا ښوونیز او تحصیلي کمپلکس رئیس ډاکتر عزیز الله امیر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان ته د ښه راغلاست تر څنګ د مورا پوهنتون په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ويې ویل: موږ هڅه کړې چې د افغانانو لپاره داسې یو روزنیز مرکز جوړ کړو چې د هېواد په کچه له روزنیزو امکاناتو څخه برخمن وي چې له نیکه مرغه وتوانیدلو د تعلیم په ټولو اصولو برابر او  په نوې ټکنالوژۍ سمبال مرکز برابر کړو.
ورپسې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان خبرې وکړي او ويې ویل: مورا پوهنتون د تعلیم په ټولو اصولو برابر او نوې ټکنالوژۍ سمبال دی، هغه څه چې د یو غوره ښوونیز مرکز معیار دي دغه پوهنتون یې لري چې له امله یې زده کوونکي کولی شي  په ښه توګه او آرامه فضاء کې زده کړې وکړي.
انجینیر محمدخان زیاته کړه، علمي او ښوونیز مرکزونه د هېواد هغه بنسټونه دي چې د هېواد راتلونکې ور پورې تړلي دی؛ که چېرې د یو هېواد تعلیمي سطحه لوړه وي له شک پرته هغه هېواد روښانه راتلونکی لري.
لومړي مرستیال د مورا پوهنتون له مشرتابه، مسؤلینو، استادانو او ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لپاره یې د زده کړې زمینه برابر کړې او هڅه یې کړې چې د هېواد بچیان د پر مختللو هېوادونو په څیر په عصری امکاناتو برابر چاپېریال کې زده کړې تر سره کړي.
د مورا پوهنتون په هېواد کې د نړیوالو معیارونو په لرلو او د هېواد په کچه یوازینی تعلیمي مرکز دی چې ټولې چارې یې د ښځو له خوا پر مخ وړل کېږي او له وړکتون څخه تر لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې په کې ترسره کېږي#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته