سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د ترکيې له سفیر جيهاد ارګين آی سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، بشري او روغتیايي مرستو، افغان مهاجرينو، محصلينو او پر نورو اړونده موضوعاتو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د ترکيې حکومت ته پیغام ورکړ چې په افغانستان کې نیمګړې پروژي بشپړې کړي او د دوه اړخېزو اړيکو او همکاريو پر دوام یې ټينګار وکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته