کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر
په پنجشېر کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې نن غرمه یې د دغه ولایت ورستۍ ولسوالي رخه نیولې، په وینا یې پرته د پنجشېر له مرکزه ټولې سیمې د دوی په کنټرول کې دي.
سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو پر مرکز بازارک سخت بریدونه پیل کړي او د پرمختګ په حال کې دي.
پنجشېر ۷ ولسوالۍ لري چې وروستۍ ولسوالي یې رخه هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ولوېده.
دا په داسې حال کې ده چې په پنجشېر کې نن هم د اسلامي امارت مسوولینو پر مخالفانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له ولسي خلکو یې غوښتي چې د دوی سر، مال او عزت خوندي دي په خپلو کورنو کې دې پاتې شي.
ن/ر