کابل / د زمري ١۷مه / باختر
په پکتيا کې د وسله والو طالبانو په چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه پرون له منځه يوړل شول.
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل باختر آژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو په چاودېدونکو توکو ډک دوه فلډر او هايليکس ډوله موټرونه د دغه ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريد کې له منځه يوړل شول.
منګل زياته کړه: په بريد کې څلور وسله وال طالبان هم ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې:
د پکتيا د والي وياند وويل: دوه وسله وال طالبان تېره شپه د پکتيا د څمکنۍ ولسوالۍ په منده خېلو سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ