کابل / د زمري ۴مه / باختر
تندر قول اردو وايي چې نن له غرمې مخکې افغان هوايي ځواکونو د لوګر د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه برید کړی دی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وايي چې په برید کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال
23 د یوې دقیقې څخه لږ