کابل / د چنګاښ ۶ / باختر
د غورد لعل سرجنګل ولسوالۍ د عمومي واټ د کریړاچولواو جوړولوکاردوام لري.
دغه واټ د ۱۰ کیلومتروپه اوږدوالي او د ۵ متروپه سور د لعل سرجنګل ولسوالۍ د غورله لويی لارې سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په ځپرولوسره ویلي دي چې دغه واټ په ۳ نورو میاشتوکې د ترافیکوپرمخ پرانیستل کېږي.
د لعل سرجنګل ولسوالۍ د عمومي واټ په ګټې اخیستنې سره هیله کېږي بازارته د زرګونو اوسېدونکو په تګ را تګ او د کرنیزومحصولاتو په لېږدولو کې آسانتیاوې برابرې شي.
-ع