کابل / د غبرګولي ۳۱ / باختر
د اوبورسولو د یوې شبکې په جوړولوسره هیله کېږي سلګونو کورنیو په روزګان کې د لومړي ځل لپاره د څښاک پاک اوبوته لاس رسی مومي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د دغه شبکې په جوړولو کې یومیلیونو ۶۰۰ زره افغانۍ لګولي دي.
دغه شبکه د روزګان مرکز ترینکوټ ښآرکې جوړه شوې ده او ټاکل شوې ده ژرګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په ځپرولوسره ویلي دي چې د دغه شبکې په جوړولوسره څه نا څه ۱۵۰ کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاک اوبوته لاس رسی مومي.
د روزګان د مرکز اوسېدونکو د دغه شبکې له جوړولوڅخه خوښ دي او وايي کلونه کلونه يې له ناپاکو او سرخلاصو اوبو څخه په استفادې سره په ډول ډول ناروغيواخته کېدل.
پای-ع