کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
افغان ځواکونو په فراه کې د عملياتو په بهير کې د طالبانو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړه.
د فراه پوليسو وياند باختر اژانس ته وويل چې له دغې زېرمې څخه د طالبانو ١٩ وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړه: په دغو عملياتو کې د فراه د مرکز څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ ترلاسه شوې وسلې او مهمات د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري د لوېديځ زون د ډاياک مرستيال دګروال عبدالرزاق ته وسپارل شول.
ختم- ج –ا