کابل/ د غويي٧ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه بغلان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د بغلان د خنجانو ولسوال عبدالناصر راسخ باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه دخنجانو ولسوالۍ په ګزان کلي کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوه چې په پايله کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو يو شمېرجنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى \ ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ