کابل /د وري ٢٤مه /باختر
٢٣ وسله وال طالبان په هلمند کې د افغان ځواکونو په يولړ هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو طالبآنو تېره شپه د نهر سراج ، ناوې او د نادعلي په ولسواليوکې د دوى پر پټنځيو بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې بريدونوکې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريدونه وشول.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٤ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى.
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج _