کابل / د وري ۱۱مه / باختر
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته دوه ملکيان په چاودنه کې ووژل شول او ۱۳ نور یې ټپیان شول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په کلفت بندر کې په یوه لاسي کراچۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو چې د چاودنې له امله یې دوه ملکيان ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ نور ملکيان ټپیان شول.
عادل زیاته کړه چې په چاودنه کې د ملي اردو درې منسوبین هم برسېرن ټپیان شول. پای/شکریه