کابل / د وري لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د امریکاله دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین سره په ارګ کې وکتل. په پیل کې، د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او دواړو لوریو د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده. همداراز، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي. جمهوررئیس غني وویل، عادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت مقدس هدف دی او د ور رسېدو لپاره په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.
4 1 دقیقه لوستل