کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دهيواد په يوشمير ولايتونوکې پرون دملي اردو دګډ محاربوي عملياتو په بهيرکې سل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ نوي تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شول او يوه اندازه ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
دملي اردو دغه محاربوي او چاڼيز عمليات دهيواد او خلکو ددښمانو دځپلو او دسولې او امنيت دټينګښت په مقصد دکونړ ، لغمان ، خوست ، لوګر ، روزګان ، دايکندي ، قندهار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز د هيواد په بيلابيلو سيموکې په واټونوکې دښخ کړي شويو ماينونو دچاودنې او ددښمن ددرندو وسلو دډزو له امله دملي اردو يوولس تنه منسوبين شهيدان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل