ټولنه

په پروان کې یوشمېر کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د پروان سیمه ییزې ادارې نن د یوشمېر هغو سرتېرو پر کورنیو چې په نورو ولایتونو کې په دندې بوخت دي، خوراکي توکي او نغدې پېسې ووېشلې.
د پروان د والي د مطبوعاتي دفتر یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د پروان سیمه ییزې ادارې د یوشمېر هغو سرتېرو پر کورنیو چې په نورو ولایتونو کې د ډار اچوونکو پر وړاندې جنګېږي؛ خوراکي توکي او نغدې پیسې ووېشلې.
د پروان والي فضل الدین عیار د دغې مرستې د وېش موخه د سرتېرو هڅونې وبللې او ویې ویل چې هیله لري دغه مرسته وکولای شي د دغو کورنیو یولړ ستونزې لرې کړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته