– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږکال یې ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته ۵۵ زره ۹۰ مېوه لرونکي او زینتي بوټی ورکړي دي.
په ننګرهار کې د فارم جدید سرپرست مدیر نصیب الله رحیمزي له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې په مېوه لرونکو بوتو کې مالټې، لیمو، امونه او امروت شامل دي چې ورسره يې لاچي، توتان، غوړاسکې او د بېلا بېلو ګلانو بوټي هم ورکړي دي.
د رحیمزي په خبره دغه بوټي د اړوندو ادارو له وړاندیز وروسته په وړیا ډول ورکړل شوي، خو خصوصي سکتور ته يې مېوه لرونکي بوټي له ۲۰ تر ۶۰ افغانیو په بدل کې ورکړي دي.
هغه دغه راز وویل چې راتلونکي کال ته ۷۰ زره تصدیق شوي بوټي روزي.
پای/وصال
3 1 دقیقه لوستل