ټولنه

په بلخ کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

۲۹- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د ترکیې د سرې میاشتې دفتر نن په بلخ کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ په بلخ کې د سرې میاشتې مسوولین وايي چې دوی په مزارشریف ښار کې له ۵۰۰ بېوزلو او بېځایه شویو کورنیو سره وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، چای او مالګه مرسته وکړه.
د رسمي شمېرنو له مخې؛ په مزارشریف ښار کې څه دپاسه ۲۵ زره کورنۍ له شمالي ولایتونو او د بلخ له ولسوالیو څخه بېځایه شوې دي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته