کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر
د بلخ پوليسو ٨ کسان په دغه ولايت کې له ١٤ وسلو سره ونيول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو دغه کسان په عملياتو کې د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه ١٢ کلاشينکوفونه او دوه تومانچې ترلاسه شوې دي.
پاى \ ذ