فرهنګ

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اداري ودانۍ کار پيل شو

_ باميان باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه  :
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د دغې ودانۍ د جوړولو د کار په پيل کې د باميانو والي محمد طاهر زهير، د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست او د باميانو د ښارجوړولو رييس حاضر وو.
دغه ودانۍ د ٣٧٦ مربع متره ځمکې په ساحه په دريو پوړونوکې د څه د پاسه ٢٣ ميليونو افغانيو په لګښت چې د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د ټينګښت پروژې له بودجې څخه ورکول کيږي، د يوه کال په بهيرکې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته