فراه باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨ :
د فراه پوليسو پرون١٥٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توګي کشف او ترلاسه کړل.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي په يوه مازدا ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې د دغه ولايت په مرکزکې د تروريستي بريدونوپه خاطر وليږدوي چې دفراه ولايت دپوليسو له خوا دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ضبط شول .
ده څرګنده کړه چې د قضيې په اړوند موټر چلوونکى نيول شوى دى.
قضينه د پوليسوتر څيړنې لاندې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ