کابل باختر د سلواغې اوومه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د ديورنډکرښې ته څېرمه د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار او د ارغنداب په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو د سپرلۍ په کاروان او د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
د افغانستان په جنوب کې يو پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړو کې ديارلس تنه يرغلګر ووژل شو .
ويل کيږي؛ په دې پيښوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبر له مخې: په قندهار ولايت کې د دريو چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي خبرځايونه وايي چې دوى نن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ د قندهار له ګڼ ميشتو سيمو څخه درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وويل: طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړى بريد وکړي؛ خو بريالي نه شول .
0 1 دقیقه لوستل