کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د يو لړ چاودنومخه ونيول شو ه.
پوليس وايي: امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت له څو واټونوڅخه د طالبانو له خوا ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړل .
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال وويل: طالبانوغوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو ډار اچوونکي بريدونه وکړي؛ خو بريالي نه شول .
ده وويل: دغه ماينونه د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول او د دغو ماينونو د ښخولو په تور تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او د هغو د ښخولو د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ