کابل باختر دغبرګولى لومړي :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دطالبانو دډلې دماين ښخولو دبريدونو يو تن سازمان ورکوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. نيول شوى سړى فضل الله نوميږي او دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دماين ښخولو او دتروريستي بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت و چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له يوه بوشکه يي ماين ، يوې تومانچې ، يو ٣٠٣ بور ټوپک دماين له يو ريموټ کنترول ، دلاسي بم له دوو فيوزونو او دماين جوړولو له يوشمير وسايلو سره ونيول شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ