کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
طالبانو پرون په غور ولايت کې په يوه صحرايي محکمه کې دوه تنه ماشومان تر ديوال لاندې کړل او ويې وژل .
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي نن باختر آژانس ته وويل: په دغو دوو تنو ماشومانو چې د لواطت تور لګول شوى و؛ د طالبانو له خوا ددغه ولايت دتيورې ولسوالۍ د نى يک په ساحه کې په هغوى باندي ديوال چپه کړاى شو او ووژل شول.
د ده دڅرګندونوله مخې: يو بل ماشوم چې په دغه تور مجرم پيژندل شوى و؛ د ٨٠ درو په مجازاتو محکوم شو.
ويل کيږي؛ دغوماشومانو ته د تيورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملاجمهور د حکم له مخې سزا ورکړ شوې ده .