کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
څلور تنه وسله وال مخالفين نن دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو دوزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
افغان امنيتي ځواکونو دهلمند، پکتيا ، لوګر ، قندهار ، بدخشان ، نورستان او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي و چې په بهير کې يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل او اتلس تنه نور يې نيول شوي دي.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز ملي پوليسو درې ماينونه چې دهرات او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و ، کشف او شنډ کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ