-برلين /دلندې لومړى / باختر :
امريکايي ديپلوماتانو تاييد کړه چې دافغانستان دامريکايي پوهنتون دوه استادان له طالبانو سره له دريو کلونو اسارت وروسته دچارشنبې په شپه په المان کې دامريکايي پوځيانو هوايي اډې ته ورسېدل .
امريکايي کيفين کنګ او استراليايي تيموتي ويکس چې له انس حقاني او دطالبانو دډلې له دوو نورو جګپوړو غړو سره تبادله شول ديوې مودې لپاره به ( دارزونې اوبيا ادغام ) لپاره دغې اډې ته څېرمه وساتل شي .
دافغانستان دامريکايي پوهنتون دغه دوه استادان په ٢٠١٦ کال کې له کابل څخه تښتول شوي وو .
په المان کې دامريکا سفير ريچارد ګرينل دفاکس نيوز خبري شبکې ته وويل چې له کنګ او ويکس سره يې کتلي دي.
هغه ددغو اسيرانو تبادله ( دديپلوماسي قدرت ) وباله او دافغانستان له حکومت څخه يې دهغه رول لپاره چې په دې بهير کې يې ولوباوه ، مننه وکړه.
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ هم ددغې موضوع له پلوه دافغانستان له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده .
له بلې خوا قطر هم ددغواستادانودازادى هرکلى کړى دى . او ويلي يې دي چې په دې کار کې يې اغيزمن رول درلود .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل