کابل باختر د غبرګولي نهمه :
د تيرو دوو مياشتو په بهير کې په هرات ولايت کې د يوزرو يوسلو څلور اتيا بې ځايه شويو کورنيو عريضې دمهاجرينو چارو د رياست له خوا څيړلې شوې دي .
دهرات ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس احمد جاويد نادم ددغه خبر په اعلامولو سره وويل: په همدې موده کې څه ناڅه شپږ سوه غير مستحقې کورنۍ هم د دغې ادارې د سروې د ټيمونوله خوا رد شوې دي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس د ولايت د مقام د مطبوعاتو په مرکزکې په يوه خبري غونډه کې په تېرو مياشتوکې له ايران څخه د ٢٤ زرو کورنيو د ايستلو خبر ورکړ چې د مرستندويو موسسو له خوا سروې او د مرستې مستحق بلل شوې دي .
دمهاجرينو د راستنولو چارو رييس زياته کړه چې په هرات کې د کورنۍ بې ځايه شويو کسانو د سروې بهير دوام لري او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې زر کورنۍ د نغدي او دخوراکي توکو د مرستو په لست کې شاملې شي .
په همدې حال کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د ملي او نړيوالو موسسو په همکارۍ جګړه ځپلو او بې ځايه کورنيو ته د مرستې د ورکولو يادونه وکړه او تينګار يې وکړ چې اړو کسانو ته د مرستې د ويشلو او پيژندنوکې دشفافيت تامينول يو اساسي اصل دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل