کا بل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :
د201سیلاب قول اردو په قرارګاه کی د ختیځ زون د دولسم،څوارلسم اوليسانس په درجه له (180) تنو فارغانو څخه د ملی اردو په هوایی پوهنتون کی د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.
د۲۰۱ سیلاب قول اردومطبوعاتي دفتر باخترآژانس خبر ورکړ. دغه آزموینه نن له غرمی مخکی د ۲۰۱سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» په مشرۍ اودقول اردودرستیزوال بریدجنرال ارکانحرب میراسدالله «کوهستانی» په شتون، په ختیځ زون کی دجلب جذب رئیس ډګروال نجیب الله ، د قول اردو دښوونی اوروزنی مدیرډګروال رحمت الله «مومند» ، دهوایی پوهنتون یوشمیراستادانو اود قول اردو قرارګاه دیوشمیر منسوبانو ترنظر لاندی د۲۰۱سیلاب قول اردوپه قرارګاه کی واخیستل شوه چی ټول ټال (180) تنه د ختیځ زون (کونړ،نورستان،لغمان اوننګرهار) له بیلا بیلو ولایتونود دولسم ،څوارلسم اوليسانس په درجه فارغانو پکی ګډون کړی وو چی له دی جملی څخه به (30) تنه ممتازفارغان د ملی اردوهوایی پوهنتون ته جذب شی چی له دريو میاشتو نظری اوعملی زده کړو څخه وروسته دملی اردوپه لیکو کی د هوایی قواوو دبریدملانو په توګه فارغ او ګران هیواد اوهیوادوالوته به دخدمت جوګه اوپه دندو وګومارل شی.
پاى ذکرالله