کابل باختر دليندي نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي اوخمکنيو بريدونو له امله دداعش دډلې اته ويشت تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت داچين ، دوربابا او هسکې مينې په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې د داعش دډلې اته ويشت تنه غړي ووژل شول .
ويل کيږي چې ددغو هوايي بريدونو له امله دکليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې، امنيتي ماموران نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دننګرهار ولايت د لعل پورې او اچين په ولسواليو کې دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شول .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل