کابل باختر دليندي پنځمه :
دسمنګانو په ولايت کې ديرش تنه معلولان د سويډن کميټې دحرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول .
په شمال زون کې دسويډن کميټې دبيا ځواکمنۍ دبرخې مسوولې منيژې باوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو معلولانو په تيرو اتو مياشتو کې د خياطي، ګلدوزى او دموبايل دترميم لارې چارې زده کړي دي .
دې وويل چې فارغانو ته دفراغت دسندونو دورکولو تر څنګ ددوى له کسب سره سم دکار وسايل هم ددغې کميټې له خوا ورکړى شوي دي .
دې وويل چې ددغه پروګرام هدف دمعلولانو ځواکمن کول دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ