سرپل باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
د سرپل سيمه ييز مقامات وايي چې طالبانو له درې ورځو را په دې خوا د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ دره کې د سيمې د خلکو د استوګنې پنځه سوه کورونه سوځولي دي.
د سرپل د ولايتي شورا غړى اسدالله دانش وايي چې دغه ډله دغه راز د ميرزا اولنګ د درې د ونو په پريکولو يې هم لاس پورې کړى دى او هغه دره يې په يوه کڼدواله بدله کړې ده.
د سرپل امنيه قوماندان خيل الله دستيار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې طالبانو د دغې درې ختيځو او لويديځو برخو کورونه ټول ويجاړ کړي دي او اوس هم دوى په دې دره کې شتون لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ