هرات باختردتلې دمياشتې دريمه نيټه :
دانصار زون دمنسوبانو له خوا يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس خبريال ته وويل ؛ درې سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې دهرات ښار په جنوب کې دګذرې ولسوالۍ دلويديځ په اووه کيلومترۍ واټن کې ځاى پرځاى کړى شوي و چې په لازم وخت کې دملکي وګړو او ددولتي ځواکونو پرخلاف وکارول شي .
دانصار دساحوي زون دقوماندانۍ داستخباراتو دلوى مديريت د منسوبانو له خوا کشف او ترلاسه شول.
پاى ع ذ