کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د کرنې او اوبولګولو وزارت له خلکو څخه غواړي چې د قربانۍ په خاطر د څارويو د حلالولو په وخت کې محافظتي تدبيرونه په پام کې ونيسي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه غوښتنه په داسې حال کې کيږي چې د خلکو ترمنځ د کانګو تبې د خپريدو څو پيښې د خلکو د انديښنې سبب شوې دي .
اوس د کرنې او اوبولګولو وزارت وايي چې د (کانګو تبه) يوه وژونکې او ويروسي او د انسان او څارويو ترمنځ ګډه ناروغي ده چې د کَِنې د چيچلو له لارې د حيوان بدن ته ننوځي او پرته له دې چې له ځان څخه کلينيکي نښې وښيي، د څاروي په بدن کې پاتې کيږي.
د غوا، پسه او وزې په شان څاروي د کانګو تبې د ويروس مهمې سرچينې دي.
په دغې ناروغۍ د خلکو د نه اخته کيدو په مقصد د کرنې او اوبولګولو وزارت له هېوادوالوڅخه غوښتنه کوي چې د قربانۍ د حلالولو او د هغه له غوښې څخه د استفادې په وخت کې دغه ټکي په پام کې ونيسي:
١_ د غوا، پسه ، وزې او د نورو څارويو د حلالولو په وخت کې تل له دستکشو او محافظتي چپنې څخه چې لستوڼى او لمن ولري، استفاده وکړي.
٢_ د څارويو د حلالولو او پاکولو په وخت کې په خوله کې د قصابۍ د چړې له نيولو څخه دې ډډه وکړي .
٣_ د څارويو او په طويلوکې د کَنو د له منځه وړلو په خاطر د څارويو د روغتيا د ډاکترانوپه مشوره درمل وشيندل شي.
٤_ په لاسونوکې د ټپ د لرلو په صورت کې د څارويو له حلالولو او د غوښې له ټوټې ټوټې کولو څخه دې ډډه وکړي.
٥_ د نيمه اوومه ځيګر او نيمه اوومه غوښو له خوړلو څخه ډډه وکړي .
٦_ د کانګو په تبې د اخته اشخاصو له څارنې وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پريمينځي .
٧_ خپل لاسونه تل له څارويو سره له اړيکې وروسته او د څارويو د ساتلو د سيمو له پاکولو وروسته په اوبو او صابون پريمينځي.
٨_ په خپل وخت ډاکتر ته د ناروغ د مراجعې په صورت کې د کانګو تبه د درملنې وړ ده .
0 1 دقیقه لوستل